نړۍ پھ مقبوضه كشمير كښې د هند په ظلمونو خاموشه ده۔ ډاكټر پروېز اقبال چيمه

نړۍ پھ مقبوضه كشمير كښې د هند په ظلمونو خاموشه ده۔ ډاكټر پروېز اقبال چيمه

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔ یکم اگست۔2016ء) نامتو تجزيه كار ډاكټر پروېز اقبال چيمه وئېلي دي چې نړۍ پھ مقبوضه كشمير كښې د هند په ظلمونو خاموشه ده۔راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې هندي ځواكونه پھ بې ګڼاه كشميريانو ظلمونه كوي٬تراوسه 60 كشميريان شهيدان شوي او د دوو زرو نه زيات ژوبل شوي۔ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د هند پھ ظلمونو هر څوك افسوس كوي خو نړيواله ټولنه خاموشه ده۔

كشميريان د هند ظلمونو په ضد په احتجاج دي او هندي ځواكونه پھ دوي ګولۍ وروي۔ده ووئيل چې پھ مقبوضه كشمير كښې په روانه رياستي ترهه ګرۍ امريكې هم اندېښنه ښودلې او د مسئلې د حل كولو په ضرورت يې زور راوړې۔د پاكستان د ملاتړ پھ اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پاكستان به د كشميريانو اخلاقي او سياسي ملاتړ جاري ساتي۔