کراچۍ كښې د رېنجرز په اړه بايد هېڅ ابهام نه وي۔ د ترهه ګرۍ ختمولو او كراچۍ كښې امن په ځائې كولو له رېنجرز ته خاص اختيارات وركړې شوي دي۔

هيله ده د سندھ نوے اعلی وزير او دده كابينه به د رېنجرز اختياراتو كښې د پراختيا په معامله مثبت كردارترسره كړي۔ رېنجرز كراچۍ كښې امن په ځائې كولو له بلها قربانۍ وركړې دي كومې به چې بې ځايه نه ځي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان خطاب اوخبريالانو سره خبرې

کراچۍ كښې د رېنجرز په اړه بايد هېڅ ابهام نه وي۔ د ترهه ګرۍ ختمولو او كراچۍ كښې امن په ځائې كولو له رېنجرز ته خاص اختيارات وركړې شوي دي۔
 هيله ده د سندھ نوے اعلی وزير او دده كابينه به د رېنجرز اختياراتو كښې د پراختيا په معامله مثبت كردارترسره كړي۔ رېنجرز كراچۍ كښې امن په ځائې كولو له بلها قربانۍ وركړې دي كومې به چې بې ځايه نه ځي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان خطاب اوخبريالانو سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔30 جولائی۔2016) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي کراچۍ كښې د رېنجرز په اړه بايد هېڅ ابهام نه وي۔ د ترهه ګرۍ ختمولو او كراچۍ كښې امن په ځائې كولو له رېنجرز ته خاص اختيارات وركړې شوي دي۔ هيله ده د سندھ نوے اعلی وزير او دده كابينه به د رېنجرز اختياراتو كښې د پراختيا په معامله مثبت كردار ترسره كړي۔

رېنجرز كراچۍ كښې امن په ځائې كولو له بلها قربانۍ وركړې دي كومې به چې بې ځايه نه ځي۔ پاكستان د ټولو هېوادونو احترام غواړي۔ او د شريكو لوظنامو د پاللو اطلاق يواځې په پاكستان نه كيږي۔ په دې لړ كښې ټول هېوادونه يو ډول وي۔ كوېت سره 2013ﺀ كښې لوظنامه شوې وه كوېتي آفیشل پاسپورټ لرونكو لپاره پاكستان كښې هېڅ مسئله نه وه ولې پاكستاني آفيشلز لپاره ځائې په ځائې مسئلې وې چې په سوب ئې كوېت سره دا لوظنامه منسوخ كړې شوه۔

وفاقي وزير د خالي په و رځ ټېكسلا كوهستان هاؤس كښې اولسي غونډې ته خطاب او د ابلاغ نمائندګانو سره خبرې كولې۔ ده ووئيل رېنجرز د سرونو قرباني وركولو سره امن په ځائې كړې۔ په دوه نيم كاله كښې رېنجرز بلها قربانۍ وركړې دي كومې به چې بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل وفاق د رېنجرز ملاتړ كوي او دوئي ته د دوئي اختياراتو سره د پراختيا وركولو عزم لري۔

ده ووئيل كراچۍ كښې د ترهه ګرۍ په ضد آپرېشن د صوبائي حكومت په سلا پېل شوے ؤ په دې كښې د سترې محكمې هدايت هم شامل ؤ۔ او د آئين آرټيكل147,148,149 په شمول د نورو اړټيكلو ترمخه وفاقي د صوبې داخلي امنيت په لړ كښې ښكاره كردار ترسره كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان د ټولو هېوادونو احترام غواړي۔ او د شريكو لوظنامو د پاللو اطلاق يواځې په پاكستان نه كيږي۔

په دې لړ كښې ټول هېوادونه يو ډول وي۔ ده ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل غېر ملكي ايئرلائنونه جرمانه كولې شي او د وېزو جاري كولو كښې ښه والې راغلې۔ ده ووئيل كوېت سره 2013ﺀ كښې لوظنامه شوې وه كوېتي آفیشل پاسپورټ لرونكو لپاره پاكستان كښې هېڅ مسئله نه وه ولې پاكستاني آفيشلز لپاره ځائې په ځائې مسئلې وې چې په سوب ئې كوېت سره دا لوظنامه منسوخ كړې شوه۔ده ووئيل د ټېكسلا په ضمني ټاكنو كښې زما ځوئے يا د زما د كورنۍ كوم بل تن الېكشن نه كوي۔ ده ووئيل ټېكسلا كښې د 125 كړوړ روپو په مصرف روغتون جوړولې شي۔ كوم به چې ټېكسلا سره سره د نزدو نورو سيمو هم په ګټه و۔