د سندھ نوې صوبائي كابينې وزيرانو ٬ سلاكارو او خاص مرستيالو ته قلمدانونه وسپارلې شول

د سندھ نوې صوبائي كابينې وزيرانو ٬ سلاكارو او خاص مرستيالو ته قلمدانونه وسپارلې شول

کراچی (پاکستان پوائنٹ نیوز۔30 جولائی۔2016) د سندھ نوې صوبائي كابينې وزيرانو ٬ سلاكارو او خاص مرستيالو ته قلمدانونه وسپارلې شول۔ د وزيراعلی هاؤس څخه جاري كړې شوې اعلاميې ترمخه نثار احمد کھوړو ته د فوډ او پارلیمنټری افیئرز، مخدوم جمیل الزماں ته د ریونیو اېنډ ریلیف، جام مهتاب ډهر ته د تعليم ، ډاكټر سکندر مېندھرو ته د روغتيا ، سردار علی شاہ ته د كلتور ، محترمه شمیم ممتاز ته د سوشل وېلفیئر، مکېش کمار چاؤله ته د اېکسائز، جام خان شورو ته د لوکل ګورنمنټ او سهېل سیال ته د كركيلې قلمدان وسپارلے شو۔

مولا بخش چانډیو به د اطلاعاتو، اصغر جونېجو د مائنز اېنډ منرل، سعید غنی د لېبر او مرتضی وهاب به د لاء اېنډ اېنټی کرپشن سلاكار وي۔ اعلاميه كښې دا هم وئيلي شوي چې ډاكټر کھټومل اقلیتی چارو ٬ ارم خالد ترقی نسواں، غلام شاہ جیلانی اوقاف، زکوةٰ او مذهبی چارو او ډاكټر سکندر سومرو انفارمېشن ټېکنالوجی له خاص مرستيال غوره كړے شوے۔