نوې صوبائي كابينې وزيرانو سوګند پورته كړود سندھ ګورنر ډاكټر عشرت العباد خان د صوبائي كابينې وزيرانو ته سوګند وركړو

نوې صوبائي كابينې وزيرانو سوګند پورته كړود سندھ ګورنر ډاكټر عشرت العباد خان د صوبائي كابينې وزيرانو ته سوګند وركړو

کراچی ۔(پاکستان پوائنٹ نیوز۔30 جولائی۔2016) د سندھ د نوې صوبائي كابينې وزيرانو سوګند پورته كړو۔د سندھ ګورنر ډاكټر عشرت العباد خان د خالي په ورځ ګورنر هاؤس كښې د صوبائي كابينې وزيرانو ته سوګند وركړو۔ دسوګند پورته كولو دستوره كښې د سندھ اعلی وزير سید مراد علی شاہ هم موجود ؤ۔ نوې صوبائي كابينه كښې 9 وزیران ، 4 سلاكار او 4 خاص مرستيال شامل دي۔

سوګند پورته كوؤنكو وزيرانو كښې مخدوم جمیل الزماں، نثار احمد کھوړو، سهېل انور سیال، جام خان شورو، مکېش کمار چاؤله، محترمه شمیم ممتاز، جام مهتاب ډهر، سکندر مېندھرو او سردار علی شاہ شامل دے۔ سلاكارانو او خاص مرستيالانو كښې سعید غنی، مرتضی وهاب، مولا بخش چانډیو، اصغر جونېجو، کھټومل، ارم خالد، ډاکټر سکندر شورو او سید غلام شاہ شامل دے۔