رېنجرز كراچۍ كښې امن په ځائې كولو له راغوښتلې شوې۔ بايد چاته ابهام نه وي۔

رېنجرزد سرونو قرباني وركولو سره امن په ځائې كړې۔ هيله ده نوې اعلی وزير به مرسته كوي۔ په يو دوه ورځو كښ به رېنجرز ته د اختياراتو وركولو معامله هواره شي۔ د داخله وزير چوهدري نثار علي خان خبريالانو سره خبرې

رېنجرز كراچۍ كښې امن په ځائې كولو له راغوښتلې شوې۔ بايد چاته ابهام نه وي۔ 
رېنجرزد سرونو قرباني وركولو سره امن په ځائې كړې۔ هيله ده نوې اعلی وزير به مرسته كوي۔ په يو دوه ورځو كښ به رېنجرز ته د اختياراتو وركولو معامله هواره شي۔ د داخله وزير چوهدري نثار علي خان خبريالانو سره خبرې

ټېكسلا(پاکستان پوائنٹ نیوز۔30 جولائی۔2016) دكورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي سندھ كښې رېنجرز كراچۍ كښې امن په ځائې كولو له راغوښتلې شوې۔ په دې اړه بايد چاته ابهام نه وي۔ دا كېدې نه شي چې رېنجرز ته اختيارات ورنكړې شي او هغوي څخه دې د كاروائۍ كولو هيله ولرلې شي۔ د دوه نيمو كالو په موده كښې رېنجرز د سرونو قرباني وركولو سره امن په ځائې كړې۔

هيله ده نوې اعلی وزير به مرسته كوي۔ په يو دوه ورځو كښ به رېنجرز ته د اختياراتو وركولو معامله هواره شي۔ رېنجرز ته د وفاقي حكومت بشپړ ملاتړ ترلاسه دے او وي به۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان ټېكسلا كښې خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل كله چې رېنجرز ته د اختياراتو وركولو خبره راشي نو دا متنازعه جوړه كړې شي۔

ده په دې خبره د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل کراچۍ كښې آپرېشن د سترې محكمې په وېنا پېل كړې شوې۔ ده ووئيل كله چې كراچۍ كښې رېنجرز تعينات كړې شول نو ما وئيلي و چې قائم علي شاه به كراچۍ كښې د آپرېشن كپتان وي۔ ده ووئيل د صوبائي حكومت په سلا دا آپرېشن پېل شوے اود آئين آرټیکل 147, 148 او 149 ترمخه وفاقي حكومت صوبائي حكومت سره مرسته كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان د ټولو هېوادونو احترام غواړي۔

او د شريكو لوظنامو د پاللو اطلاق يواځې په پاكستان نه كيږي۔ په دې لړ كښې ټول هېوادونه يو ډول وي۔ ده ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل غېر ملكي ايئرلائنونه جرمانه كولې شي او د وېزو جاري كولو كښې ښه والې راغلې۔ ده ووئيل كوېت سره 2013ﺀ كښې لوظنامه شوې وه كوېتي آفیشل پاسپورټ لرونكو لپاره پاكستان كښې هېڅ مسئله نه وه ولې پاكستاني آفيشلز لپاره ځائې په ځائې مسئلې وې چې په سوب ئې كوېت سره دا لوظنامه منسوخ كړې شوه۔

په دې مهال وفاقي وزير د كراچۍ آپرېشن كښې د ډي جي رېنجرز كردار وستائلو۔ ده ووئيل ده د رېنجرز كردار مثالي جوړ كړے۔ وفاقي وزير ووئيل رېنجرز يو سول آرمډ فورس دے كوم چې د داخله وزارت ماتحت دے۔ هيله ده چې ورځ دوه كښې به د رېنجرز د پاتې كېدو موده كښې د پراختيا مسئله هواره شي۔