د مخالفې ډلې ايجنډا دھرنه وركول او د لارښود نواز شريف ايجنډا هېواد دپرمختګ په لاره روانول دي۔

امير مقام دھرنو څخه وروستو تر دې دمه عمران خان چرته هم كاميابي ترلاسه نه كړه۔ اولس دې د كال 2018ء ټول ټاكنو كښې بدله اخستلو له چمتو وسي۔ د صوابی ډسټرکټ بار اومسلم لیګ لائیرفورم ته خطاب

پېښور (پاکستان پوائنٹ نیوز۔30 جولائی۔2016) د وزيراعظم سلاكار انجینئرامیرمقام وئيلي دي عمران خان دھرنو څخه وروستو تر دې دمه چرته هم كاميابي ترلاسه نه كړه۔ كه ګلګت بلتستان دے ٬ يا كشمير ٬ يا خېبر پختونخوا ٬ چرته ئې هم ضمني سيټ ګټلې نه دے۔ د خېبرپختونخوا اولس ته د ووټ وركولو سزا د دھرنو په شكل كښې وركولې شي۔ اوس بايد اولس د كال 2018ء ټول ټاكنو كښې بدل اخستلو له چمتو وسي۔

ده ووئيل د مخالفې ډلې ايجنډا دھرنه وركول او د لارښود نواز شريف ايجنډا هېواد د پرمختګ په لاره روانول دي۔ د دې خيالاتوت څرګندونه امير مقام د خالي په ورځ د صوابی ډسټرکټ بار اومسلم لیګ لائیرفورم ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال امير مقام د مسلم لائیرزفورم او ډسټركټ بار لپاره د خپل اړخه يو يو لاك روپۍ او د ډسټركټ بار لپاره د وفاقي حكومت لخوا د 10 لكهه روپو ګرانټ اعلان كړو۔ په دې مهال ضلعي ناظم امير رحمان هم خطاب وكړو او صوبې لپاره ئې د خېر ښېګړې كارونو او پرمختيائي منصوبو په شكل كښې د امير مقام پورته كړي ګامونه وستائل۔ امیررحمان ووئيل اے اېن پي به د جمهوريت استحكام لپاره د وفاقي حكومت ملګرتيا كوي او د كوم سازش برخه به نه جوړېږي۔