د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د پي اېس ډي پي له مخې د اېن اېچ اے پرمختيائي چارو لپاره 81 اربه 25 كروړه 80 لكه روپې فنډ جاري كړے

د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د پي اېس ډي پي له مخې د اېن اېچ اے پرمختيائي چارو لپاره 81 اربه 25 كروړه 80 لكه روپې فنډ جاري كړے

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز27دسمبر 2018ء) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام له مخې د نېشنل هائي وے اتهارټۍ ﴿اېن اېچ اے﴾ پرمختيائي چارو لپاره 81 اربه 25 كروړه 80 لكه روپې فنډ جاري كړے۔ حكومت د روان مالي كال په مهال د مواصلاتو څانګې پرمختيائي چارو لپاره يو كهرب 85 اربه 19 كروړه روپې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكومت د سي پېك له مخې د چترال هوني مستوج سړك لپاره 40 لكه روپې٬ اېن 25 لپاره 10 كروړه روپې٬ اېن 65 لپاره 10 كروړه روپې٬ اېن 50 لپاره 60 كروړه روپې٬ د بسميه نه تر خضدار دوه لين هائي وے لپاره 20 كروړه روپې٬ د پېښور ناردن بائي باس لپاره 70 كروړه روپې٬ د لوراي ټنل تړونكو سړكونو لپاره 60 كروړه روپې او د سي پېك له مخې د اسلام آباد نه تر رائيكوټ سېكشن لپاره د 60 كروړه روپو پشمول بېلا بېلو پروژو لپاره فنډ جاري كړے۔