د پټرولیم مصنوعاتو بيعه حكومت نه اوګرا ټاكې ٬ نړيواله منډۍ كښې د پټرولیم مصنوعاتو بيعه يو بيرل د 54 ډالرو څخه 64 ته رسيدلې٬ څنګه چې نړيواله منډۍ تېل ارزان شي دلته به هم بيعه كمه شي د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل خان قامی اسمبلۍ ته ځواب

د پټرولیم مصنوعاتو بيعه حكومت نه اوګرا ټاكې  ٬ نړيواله منډۍ كښې د پټرولیم مصنوعاتو بيعه يو بيرل د 54 ډالرو څخه 64 ته رسيدلې٬ څنګه چې نړيواله منډۍ تېل ارزان شي دلته به هم بيعه كمه شي د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل خان قامی اسمبلۍ ته ځواب

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 02 مارچ2018ء) د حكومت د اړخه قامي اسمبلۍ ته ووئيل شول د پټرولیم مصنوعاتو بيعه حكومت نه اوګرا ټاكې ٬ نړيواله منډۍ كښې د پټرولیم مصنوعاتو بيعه يو بيرل د 54 ډالرو څخه 64 ډالرو ته رسيدلې٬ څنګه چې نړيواله منډۍ كښې بيعه كمه شي او اولس له به اسانۍ وركولې شي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سید نوید قمر د پټرولیم مصنوعاتو بيعې زياتولو پھ اړخه د پام راګرځونې په نوټس دوهم وزير رانا محمد افضل خان ووئيل هره مياشت د پټرولیم مصنوعاتو په بيعه نظرثانی كېږي۔

بيعه اوګرا غوره كوي۔ د بيعې غوره كول په نړيواله منډۍ كښې د تيلو بيعې تر نظر غوره كېږي۔ حكومت د پټرول بيعه يو ليټر 113 روپو نه 70 روپۍ ته هم راوستلې۔ د افراط زر شرح هدف بجټ كښې 6 فیصده اېښودې شوې دغسې د افراط زر اوسنۍ شرح 3.75 ده۔ په پټرولیم مصنوعات حكومت سبسډی نشي وركولې۔ ده ووئيل د خاورو تيل 80 فیصده كارخانې كاروي۔ ده ووئيل بايد د ټاكنو په وخت د تیلو بيعه زياته نه شي۔

دا مونږ لپاره هم ښه نه ده خو قامي ګټې تر نظر ساتلو سره دا پريكړه شوې۔ د پام راګرځولو په نوټس سید نوید قمر٬ ډاكټر نفیسه شاه٬ اعجاز جاكھرانی او سید غلام مصطفی شاه د پوښتنو په ځواب پارلمانی سیكتر راجه جاوید اخلاص ووئيل اوګرا وزیراعظم ته د 31 فیصد زياتوالې سمری لېږلې وه كومه چې وزیراعظم منظور نه كړه۔ ده ووئيل هند كښې دا مهال د ډیزل بيعه 109 روپو خخه هم زياته ده۔ پاكستان كښې بيعه د سيمې هېوادونو په مقابل كښې كمه ده۔