د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه د نامتو سياسي لارښود معراج محمد خان په مړينه خواشيني وښودله

د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه د نامتو سياسي لارښود معراج محمد خان په مړينه خواشيني وښودله

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔22 جولائی۔2016) په قومي اسمبلې كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه د پخواني وزيراعظم شهيد ذوالفقار علي بھټو د نزدې ملګري او د نامتو سياسي لارښود معراج محمد خان په مړينه خواشيني ښودلې۔ د جمعې په ورځ د غمرازې په خپل پېغام كښې ده د ارواښاد بخښنې لپاره دعا وكړه او غم جنې كورنې سره ئې غمرازي وكړه۔ ده ووئيل چې خواري كښو٬ كروندګرو او غريبانو لپاره به د معراج محمد خان هڅې تل ياد ساتلې شي۔ ﴿م ع/ وس 1335﴾