خبریں
/ 8 سال دیما
د ستمبر په 3مه نيټه دھرنا كوونكې د پرویزمشرف احتساب ولي نه كوي ، پرویزمشرف چې د هيواد خرڅولو كومې پېسې راوړې د هغې حساب به ترې نه څوك اخلي ، مونږ د چا د مینډیټ پھ لاره كښی خنډان نه يو جوړ ، مونږ د 2013 ټاكنو نتيجې منلي او چا چې چرته اکثریت ترلاسه كړے هلته مو هغوي ته د حکومت کولو حق وركړے ، په سړكونو سیاست کوونكې دې يو كال نور صبر وكړي ، 2018ء ټولټاكنو كښې به اولس د ووټ د لارې احتساب وكړي ، 2018 ټولټاكنې به د رښتيا او کارکردګۍ په بنیاد كولې شي ، د مخالفینو سوچ منفی دے، اولس ته تل د بربادۍ داستانونه اوروي ، هغوي دې په سړكونو احتجاج کوي ، مونږ به سړكونه جوړوو ، د پينډۍ يو كس په كوم اختیار د 20 كروړه اولس د ټاكلې حکومت ختمولو خبره كوي د اطلاعات، خپرونو او قامی ورثه وفاقی وزیر سناتور پرویز رشید آل پاکستان ورځپاڼو خرڅونكی فیډرېشن سوګند پورته كولو دستورې ته خطاب