سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د 7 ترهه ګرو د مرګ د سزا توثيق وكړو٬دغه ترهه ګر په وسله والو ځواكونو٬قانون نافذ كونكو ادارو او په وګړو بريدونو كښې نيغ په نيغه ككړ وو٬په دغه بريدونو كښې 85 كسان شهيدان او 109 ژوبل شوي۔آئي اېس پي آر

سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د 7 ترهه ګرو د مرګ د سزا توثيق وكړو٬دغه ترهه ګر په وسله والو ځواكونو٬قانون نافذ كونكو ادارو او په وګړو بريدونو كښې نيغ په نيغه ككړ وو٬په دغه بريدونو كښې 85 كسان شهيدان او 109 ژوبل شوي۔آئي اېس پي آر

پینډۍ (پاکستان نیوزپوائنٹ 09 فروری2018ء) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه 7 ترهه ګرو د مرګ د سزا توثيق كړې دغه ترهه ګر په وسله والو ځواكونو٬قانون نافذ كونكو ادارو او په وګړو بريدونو كښې نيغ په نيغه ككړ وو چې په نتيجه كښې يې 85 كسان شهيدان او 109 ژوبل شوي۔د آئي اېس پي آر له مخې اطلس خان او محمد يوسف خان د كالعدم تنظيم غړي وو٬دوي په وسله وال ځواكونو بريدونو كښې ككړ ؤ۔

مجسټرېټ او ټرائل كورټ كښې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو عدالت دوي ته د مرګ سزا اورولې وه۔فرحان د كالعدم تنظيم غړې ؤ٬دې د بې ګناه وګړو٬وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كونكو ادارو بريدونو كښې ككړ و۔ مجسټرېټ او ټرائل كورټ كښې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو عدالت ده ته د مرګ سزا اورولې وه۔خلي ګل او نذر مون د كالعدم تنظيم غړې ؤ٬دې د بې ګناه وګړو٬وسله وال ځواكونو او قانون نافذ كونكو ادارو بريدونو كښې ككړ و۔

مجسټرېټ او ټرائل كورټ كښې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو عدالت دوي ته د مرګ سزا اورولې وه٬ نيك معيل خان د كالعدم تنظيم غړې وو٬دا د بې ګناه وګړو٬وسله وال ځواكونو او قانون نافذ كونكو ادارو بريدونو كښې ككړ و۔ مجسټرېټ او ټرائل كورټ كښې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو عدالت دوي ته د مرګ سزا اورولې وه۔اكبر علي د كالعدم تنظيم غړې ؤ٬دې د سوات ډيفنس كمېټۍ غړو د قتل پشمول نورو كاروائيو كښې ككړ وو٬ مجسټرېټ او ټرائل كورټ كښې د ټولو جرمونو په اعتراف كولو عدالت دوي ته د مرګ سزا اورولې وه۔