ډېووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم غونډه پېل شوه

ډېووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم غونډه پېل شوه

ډېووس (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نوری2016ء) د سوئټزرلېنډ په ډېووس ښار كښې د نړيوال اقتصادي فورم غونډه پېل شوې۔ د غونډې پېل د چين اولس مشر شي جن پنګ وېنا سره وشوه۔ د جمعې تر ورځ دوام لرونكې دې نړيواله غونډه كښې د 3 زرو نه زيات شخصيات ګډون كوي چې پكښې سياست مدار٬ د اقتصادي څانګې پوهان او د بېلا بېلو نتيظمونو استازي هم شامل دي۔ غونډه كښې به د زيات شوي ګلوبلائزېشن په ويره او د آزاد تجارت د سباٶن تشويش په سرخط خبرې كېږي۔ د ډېووس غونډې په مهال امنيت ټېنګولو له د 5 زرو څخه زيات امنيتي اهلكار په ځائ كړې شويدي۔(م ع/ګ ل/1531)