په عراق او افغانستان امريكائي قبضه غلطي ده۔ ټرمپ

په عراق او افغانستان امريكائي قبضه غلطي ده۔ ټرمپ

واشنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نوری2016ء) د امريكې نوي ټاكلي شوي اولس مشر ډونلډ ټرمپ په عراق او افغانستان امريكائي قبضه غلطي ګرځولې۔ د ميډيا راپورونو له مخې د برتانيې دي ټائمز مجلې سره خپلې مركه كښې ده ووئيل په عراق او افغانستان كښې مداخلت د امريكائي تاريخ تر ټولو بدتره پرېكړه وه۔ ټرمپ خپله مركه كښې سوريه كښې د ترهه ګرۍ په ضد د روسيې په اقدماتو سخت ټكونه كړې۔ ده ادعا وكړه چې سوريه كښې د روسيې اقداماتو په سبب بشري بحران پېدا شوې ۔ ټرمپ سوريه كښې د محفوظ ځايونو جوړولو هم خبره كړې خو ده ووئيل چې د خليج فارس شتمن ساحلي هېوادونو له به د محفوظ سيمو جوړولو خرڅونه زغمل وي۔(م ع/ګ ل/1531)