د امريكې په بېلا بېلو سيمو كښې د ډزو په پېښو كښې 58 كسان وژل شوي دي

د امريكې په بېلا بېلو سيمو كښې د ډزو په پېښو كښې 58 كسان وژل شوي دي

واشنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نوری2016ء) د امريكې په بېلا بېلو سيمو كښې د ډزو په پېښو كښې 58 كسان وژل شوي دي۔ د مېډيا راپورونو له مخې په امريكا كښې د ډزو د پېښو شمېرې راجمع كوونكي مركز وئيلي دي چې د تېرو 48 ساعتونو په مهال په ټوله امريكا كښې د ډزو 189 پېښې رامېنځ ته شوې دي او پكښې 58 كسان مړه او 122 ژوبل شوي دي۔ زياتې پېښې په فلورېډا٬ پنسلوانيا او ايلېنوائے ايالتونو كښې رامېنځ ته شوې دي۔ د مركز راپور له مخې د كال 2017م د پېل كېدو نه تراوسه په امريكا كښې د ډزو 2315 پېښې رامېنځ ته شوې دي او په نتيجه كښې ئې 619 كسان مړه او 164 ژوبل شوي دي۔ (م ع/ګ ل/1531)