وزیراعظم محمد نواز شریف د نړيوال اقتصادي فورم كلنه غونډه كښې ګډون له سوئټزر لېنډ ته ورسېد

وزیراعظم د نړيوال اقتصادي فورم غونډه كښې چیئرمېن پروفېسر کلاز شواب، د سویډن، ناروے او سري لنکا وزراعظمانو، د هالېنډ ملکه مېکسیما،د ملګرو ملتونو نوي عمومي سېكتر انټونیو ګېوټرېس او د سوئټزرلېنډ اولس مشر ډورس لېتھرډ سره هم ليده كاته كوي٬ , نړيوال اقتصادي فورم كښې د وزيراعظم ګډون سره به د کاروباري ، سرمایہ کارۍ او تجارتي موقعو څخه د نړيوالې ورورولۍ خبرولو له هم مرسته ترلاسه شي وزیراعظم به نامتو كاروباري شخصياتو ته وېنا او ګول مېز كنفرنس كښې هم ګډون كوي

وزیراعظم محمد نواز شریف د نړيوال اقتصادي فورم كلنه غونډه كښې ګډون له سوئټزر لېنډ ته ورسېد
وزیراعظم د نړيوال اقتصادي فورم  غونډه كښې چیئرمېن پروفېسر کلاز شواب، د سویډن، ناروے او سري لنکا وزراعظمانو، د  هالېنډ ملکه مېکسیما،د ملګرو ملتونو نوي عمومي سېكتر انټونیو ګېوټرېس او د سوئټزرلېنډ اولس مشر ډورس لېتھرډ سره هم ليده كاته كوي٬
نړيوال اقتصادي فورم كښې د وزيراعظم ګډون سره به د کاروباري ، سرمایہ کارۍ او تجارتي موقعو څخه د نړيوالې ورورولۍ خبرولو له هم مرسته ترلاسه شي وزیراعظم به نامتو كاروباري شخصياتو ته وېنا او ګول مېز كنفرنس كښې هم ګډون كوي

زيورخ (سوئټزرلېنډ) (پاکستان نیوز پوائنٹ 16نوری2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف د نړيوال اقتصادي فورم 47مې كلنې غونډه كښې ګډون لپاره د ګل په ورځ سوئټزر لېنډ ته رسېدلې دې ٬وزيراعظم سره خپله كورودانې مېرمن كلثوم نواز او د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي هم ملګري دي ٬ ۔ وزیراعظم د نړيوال اقتصادي فورم اېګزېكټو چيئرمېن پروفېسر کلاز شواب په بلنه دا دوره كوي۔

د زیورخ په نړيوال هوائي مېدان جنيوا كښې د ملګرو ملتونو د مشن خاص استازې او سفيره تهمينه جنجوعه او سينئر سوئس چارواكو د وزيراعظم هركلے وكړو ۔ د پراخه سماجي همكارۍ او بشري پرمختګ ودې مقصد له د اقتصادي فورم په زيورخ كښې كېدونكې غونډه د 17 نه تر 20مې جنورۍ دوام لري۔ سږ كال د غونډې سرخط " موثر او ذمه وار قيات" دے چې پكښې به د كال 2017 په مهال د مشرانو مهمو چېلنجونو ته پام ګرځولې شي۔

وزيراعظم به په دې موقع د پاكستان اقتصادي كاميابو او د مثالي كاروباري او سرمايه كارۍ موقعو رامخې ته كولو سره سره خارجي سرمايه كار نېغه په نېغه راغب كوي۔ په 47مه غونډه كښې به د حكومتي مشرانو ٬كاروباريانو او د سول سوسائټۍ نزدې 3 زره كسان ګډون كوي چې پكښې به په دريو كښې يو برخه د اروپا٬ قطبي امريكې څِخه بهر او په دريو كښې يوه برخه كاروباريان او حكومتي مشرانو سره د ټولنې نمائنده شخصيات شامل وي۔

د اقتصادي فورم په موقع به وزیراعظم ګڼ شمېر حكومتي لارښودو او د سوداګر مشرانوسره ملاقاتونه كوي۔وزیراعظم به په ډېووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم كلنه غونډه كښې چیئرمېن پروفېسر کلاز شواب، د سویډن، ناروے او سري لنکا وزراعظمانو، د هالېنډ ملکه مېکسیما ، د ملګرو ملتونو نوي عمومي سېكتر انټونیو ګېوټرېس او د سوئټزرلېنډ اولس مشر ډورس لېتھرډ سره هم ملاقاتونه كوي۔

د خارجه دفتر له مخې د كلنې غونډې كال 2017 پرانسته به د چين اولس مشر شي جن پنګ كوي او په دې موقع به ھغه سره د چين چارواكو يو پلاوي هم ملګرې وي۔ د كلنې غونډې په 400 چوكو كښې د نيمو څخه د زياتو پام د پراخه سماجي همكارۍ او بشري پرمختګ ودې لائحې ته ګرځولې شوې٬ د يو زر نه د زياتو كمپنو سي اي اوز به هم په دې فورم كښې ګډون كوي۔د خارجه دفتر له مخې د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې د وزیراعظم محمد نواز شریف ګډون سره به پاکستان كښې کاروباري ، سرمایہ کارۍ او تجارتي موقعو څخه د نړيوالې ورورولۍ خبرولو له هم مرسته ترلاسه شي۔

پاكستان څخه به د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دوهمه وزيره انوشه رحمان او د قامي روغتيا دوهمه وزيره سائره افضل تارړ هم دې فورم كښې د خيالاتو څرګندونه كوي۔ نړۍ كښې د وزارتي پلاويو په دې جامع غونډه كښې به د 70 نه د زياتو هېوادونو ګډون سره سره د ملګرو ملتونو نوې عمومي سېكتر او د نړيوال تنظيمونو ګڼ شمېر مركزي مشران ګډون كوي۔ په دې فورم كښې د ټول كال هلو ځلو او ھغه منصوبو او اقداماتو ته وده وركولې شي كومو څخه چې د ملګرو ملتونو ښه پرمختيائي اهدافو له مرسته تر لاسه كېدې شي۔)وا/ض ض/ګ ل/2135)