هندي رياست هماچل پردېش كښې د اور لګېدو پېښه – 58 كورونه وسوزېدل

هندي رياست هماچل پردېش كښې د اور لګېدو پېښه – 58 كورونه وسوزېدل

شمله (پاکستان نیوز پوائنٹ 16نوری2016ء) هندي رياست هماچل پردېش كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 58 كورونه سوزېدو سره ويجاړ شوي دي۔ د هندي ابلاغ ذريعو ترمخه د هماچل پردېش چرګاوں تنګنو تحصيل كښې د اتوار او ګل منځومانه شپه كښې لګېدلي اور 206 كسان بې كوره كولو سره يو شمېر څاروي وژلي دي۔ د ځائي چارواكو ترمخه د اور لګېدو پښې په نتيجه كښې 58 كورونه هم سوزېدلې دي۔ د اور لګېدو سوب تر دې دمه معلوم شوے نه دے بياهم وئيلي شوي چې په دې مهال كوم ځاني زيان خو شوے نه دے ولے د كروړونو روپو سامانونه سوزېدلو سره ختم شوي دي۔)وا/ګ ل/1851)