د تركيې مال برداره الوتكه كرغزستان كښې نسكوره شوه٬ 32 كسان مړه ٬ 15 كورونو ته زيان

د تركيې مال برداره الوتكه كرغزستان كښې نسكوره شوه٬ 32 كسان مړه ٬ 15 كورونو ته زيان

بشکېك (پاکستان نیوز پوائنٹ 16نوری2016ء) د تركيې مال برداره الوتكه كرغزستان كښې نسكوره شوې ده چې په ترڅ كښې 32 كسان مړه او 15 كورونو ته زيان رسېدلې دې ۔ د ميډيا راپورونو له مخې د تركيې مال برداره الوتكه بوئنګ 747 هانګ كانګ ته د تږ په مهال د كرغزستان پايه تخت بشكېك مناس هوائي مېدان سره نزدې په داچاسو كلي كښې نسكوره شوې ده ۔ د پېښې له امله 15 كورنو ته زيان رسېدلې او د پائليوټ پشمول 32 كسان مړه شوي۔ د هوائي مېدان انتظاميې له مخې پېښه د خراب موسم له امله رامخې ته شوې۔ د پېښې ټول مړي موندلي شوي او پلټنې پېل كړې شوې دي۔(م ع/ض ض/ګ ل/1756)