د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه وړومبې يو ورځنې مېچ به (نن) كېږي

د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه وړومبې يو ورځنې مېچ به (نن) كېږي

برسبېن (پاکستان نیوز پوائنٹ 12جنوری2016ء) د پاكستان او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې يو ورځنې مېچ به (نن) د جنورې په 13مه نېټه د جمعې په ورځ كولې شي۔ دا به د ورځې او شپې مېچ وي او د پاكستان په وخت به سهار شل دقيقي دپاسه اته بجې پېل كېږي۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري اظهر علي كوي او د آسټراليا د لوبډلې مشر سټېون سمتھـ دے۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دويم مېچ به د جنورې په 15مه نېټه٬ دريم په 19مه نېټه٬ څلورم په 22مه نېټه او پنځم او وروستې مېچ به د جنورې په 26مه نېټه كېږي۔(ص ف/وا/ګ ل/1435