د قام ګمراه كولو هڅې كوونكو له به د ناكامۍ نه زيات هېڅ په لاس ورنه شي٬وزيراعظم محمد نواز شريف چې قام ته څومره خطابونه كړي هغه په رېكارډ پراته دي٬

پانامه كيس كښې هغه عدالت كښې هغه دستاويزات جمع كوي د كومو ذكر چې وزيراعظم خپل خطاب كښې كړې٬بل خوا عمران په خپل پيټېشن كښې يو ثبوت هم عدالت ته نه دې وړاندې كړې٬عمران خان ته دې د وزيراعظم نواز شريف د ډيووس كاميابه دوره مبارك وي٬د هېواد پرمختګ او څوكالۍ لپاره به دغسې فيتې پرې كېږي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب مېډيا سره خبرې

د قام ګمراه كولو هڅې كوونكو له به د ناكامۍ نه زيات هېڅ په لاس ورنه شي٬وزيراعظم محمد نواز شريف چې قام ته څومره خطابونه كړي هغه په رېكارډ پراته دي٬
پانامه كيس كښې هغه عدالت كښې هغه دستاويزات جمع كوي د كومو ذكر چې وزيراعظم خپل خطاب كښې كړې٬بل خوا عمران په خپل پيټېشن كښې يو ثبوت هم عدالت ته نه دې وړاندې كړې٬عمران خان ته دې د وزيراعظم نواز شريف د ډيووس كاميابه دوره مبارك وي٬د هېواد پرمختګ او څوكالۍ لپاره به دغسې فيتې پرې كېږي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب مېډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 19نوری2016ء) د اطلاعات خپرونو او قامې ورثې وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د قام ګمراه كولو لپاره هڅې كوونكو له به د ناكامۍ نه زيات هېڅ په لاس ورنه شي٬وزيراعظم محمد نواز شريف چې قام ته څومره خطابونه كړي هغه په رېكارډ پراته دي٬پانامه كيس كښې هغه عدالت كښې دستاويزات جمع كوي د كومو ذكر چې وزيراعظم خپل خطاب كښې كړې٬بل خوا عمران په خپل پيټېشن كښې يو ثبوت هم عدالت ته نه دې وړاندې كړې٬عمران خان ته دې د وزيراعظم نواز شريف د ډيووس كاميابه دوره مبارك وي٬د هېواد پرمختګ او څوكالۍ لپاره به دغسې فيتې پرې كېږي۔

د زيارت په ورځ مېډيا سره په خبرو كښې مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان د عدالت نه بهر دروغ وائي٬عمران سره د وئېلو لپاره نن ھېڅ نه وو٬ دې ووئېل د تحريك انصاف وكيل نن د ټېكس غلا او مني لانډرنګ په اړه هېڅ خبره ونه كړه٬اوس عمران خان سره يوازې هغه دروغ پاتې دي د كومو چې هغه بيا بيا ذكر كوي چې وزيراعظم په پارلمان كښې دروغ وئېلي وو۔د اطلاعات وزيرې ووئېل د مسلم ليګ(ن)وكيل په عدالت كښې ټول ثبوتونه وړاندې كړي٬دا خبره ثابتېږي چې وزيراعظم محمد نواز شريف د پانامه دستاويزات سره هېڅ تعلق نه لري٬ دې ووئېل دا خبره هم ثابتېږي چې مريم نواز د وزيراعظم په كفالت كښې نه ده۔

دې ووئيل د عمران خان دائرپېټېشن او په دغه كښې د لګولې شوو تورونو په حقله هغه سره هېڅ ثبوت نشته او اوس هغه دا خبره كوي چې وزيراعظم پارلمان كښې دروغ وئېلي دي او حقيقت دا دے چې وزيراعظم محمد نواز شريف قام ته څومره خطابونه كړي هغه په رېكارډ دي ٬ مريم اورنګزېب ووئېل مونږ په عدالت كښې هغه دستاويزات جمع كړي د كومو چې ذكر وزيراعظم محمد نواز شريف په خپل خطاب كښې كړې وو٬د دې برعكس عمران خان په خپل دائر كړی پېټېشن كښې يو هم ثبوت نه دې وړاندې كړی٬ دې ووئېل په سپريم كورټ كښې چې كومه مقدمه چلېږي هغه مونږ پېل كړې۔

دې ووئيل د هېواد اولس په درېم ځل ټاكلې وزيراعظم محمد نواز شريف سره ولاړ دے۔محمد نواز شريف د پاكستان قام په درېم ځل وزيراعظم ټاكلې او ټول قام محمد نواز شريف سره ولاړ دے٬ وفاقي وزيرې ووئېل قام د دې ثبوت 2013 كښې د رايو د لارې وركړې او د دې خبرې ثبوت به كال 2018 په ټاكنو كښې هم وركوي چې هغوي محمد نواز شريف سره ولاړ دي۔دې ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف د هېواد پرمختګ لپاره شپھ ورځ كار كوي۔

۔دې ووئيل عمران خان ته دې د وزيراعظم نواز شريف د ډيووس كاميابه دوره مبارك وي٬د نړۍ نامتو ادارو او كمپنو په وزيراعظم محمد نواز شريف د باور څرګندونه كړې۔ مريم اورنګزېب ووئېل وزيراعظم چې څومره باور نړيوال سرمايه كارو او ملټي نېشنل كمپنو له وركړې په دې اړه راپور تېره ورځ څخه په مېډيا چلېږي٬ انشاﺀ الله د هېواد پرمختګ او څوكالۍ دا سفر به روان وي۔(ض ض/وس/2117)