مونږ په استثنٰی باور نه لرو٬مونږ د ثبوت٬ګواهۍ او دلائلو په رڼا كښې پھ عدالتي پريكړه باور لرو٬هيله لرو چې پريكړه به زمونږ په حق كښې وي ځكه چې رښتيا رامخې ته كېږي او په 2018 كښې به په اولسي عدالت كښې مونږ بريا تر لاسه كوو٬

كوم كپتان چې بيا بيا سيريز كښې ماتې سره مخ كېږي هغه رېټائرمنټ اخلي٬عمران خان د 2013 په ټول ټاكنو كښې د اولس په عدالت كښې ماتې سره مخ شوې٬د دهرنې سيريز كښې او بيا لاك ډاؤن سيريز كښې هغه ماتې خوړلې خو رېټائرمنټ نه اخلي ٬ د هغه پھ مخ د شرم آثار هم په نظر نه ښكاري ٬عمران خان كه رېټائرمنټ اخلي يا نه خو د دروغو څخه دې لاس پر سر شي ٬عمران خان دې د يوې بلې بخښنې غوښتو لپاره چمتو شي٬ځكه چې كوم تورونه هغه پھ عدالت كښې لګولي پھ هغې به هم هغه له بخښنه غوښتل وي۔د مسلم ليګ(ن)لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي طلال چوهدري سپريم كورټ په خوا كښې مېډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نوری2016ء) د مسلم ليګ(ن)لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي طلال چوهدري وئيلي دي مونږ په استثنٰی باور نه لرو٬مونږ د ثبوت٬ګواهۍ او دلائلو په رڼا كښې پھ عدالتي پريكړه باور لرو٬هيله لرو چې پريكړه به زمونږ په حق كښې وشي ځكه چې رښتيا رامخې ته كېږي او په 2018 كښې به په اولسي عدالت كښې مونږ بريالې كېږو۔

د نهې په ورځ د پانامه كيس سماعت نه پس د سپريم كورټ نه بهر مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پي ټي آئي چا چې پارلمان بې كار ګڼلو٬عمران خان چا چې پارلماني غړو ته غله او ډاكوان وئېل نن د هغه پارلمان ته راځي ٬ ده ووئېل په هغه پارلمان كښې د شوي وېنا په سهاره وائي چې د وزيراعظم وېنا دې ثبوت وګرځولې شي او د هغه پھ ضد دې كاروائي وكړی شي۔ده ووئيل عمران خان پارلمان كښې د وزيراعظم وېنا ځكه د ثبوت په توګه وړاندې كوي چې هغه بل څه ثبوت نه لري٬طلال چوهدري ووئيل عمران خان ادعا كړی وه چې د وزيراعظم په ضد به د مني لانډرنګ٬ټېكس غلا او نور ثبوتونه وړاندې كوم خو چې كله هغه ثبوت ترلاسه نه كړ نو د عمران خان وكيل د وزيراعظم نواز شريف ځينې وېناګانې بيا بيا بيانوي٬ ده ووئېل نن هغه قيصه هم ختمه شوه۔

ده ووئيل كوم كپتان چې بيا بيا سيريز كښې ماتې سره مخ كېږي هغه رېټائرمنټ اخلي٬عمران خان د 2013 په ټول ټاكنو كښې د اولس په عدالت كښې ماتې سره مخ شوې٬د دهرنې سيريز كښې او بيا لاك ډاؤن سيريز كښې هم هغه ماتې خوړلې خو رېټائرمنټ نه اخلي۔(ص ف/ض ض/وس/2029)