هند د رتله بند په معامله د سندھ طاس لوظنامې خلاف ورزي كړې۔

پاكستان به د خپلو ګټو ساتنه باوري كوي۔ د برېښنا كمبوت په ستونزه قابو موندلو له د وزيراعظم لوظ به روان كال كښې ترسره شي۔ د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف اېن ډي يو كښې سيمينار ته خطاب

هند د رتله بند په معامله د سندھ طاس لوظنامې خلاف ورزي كړې۔
پاكستان به د خپلو ګټو ساتنه باوري كوي۔ د برېښنا كمبوت په ستونزه قابو موندلو له د وزيراعظم لوظ به روان كال كښې ترسره شي۔ د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف اېن ډي يو كښې سيمينار ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نوری2016ء) د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي هند د رتله بند په معامله د سندھ طاس لوظنامې خلاف ورزي كړې۔ پاكستان به د خپلو ګټو ساتنه باوري كوي۔ د برېښنا كمبوت په ستونزه قابو موندلو له د وزيراعظم لوظ به روان كال كښې ترسره شي۔ پاکستان د سندھ طاس لوظنامې په ټولو شقونو عمل درآمد غواړي۔ په دې لوظنامه به هېڅ ډول خارجي فشار قبولولې نه شي۔

پاکستان به د خپلو ګټو تحفظ باوري كوي۔ هند د رتله بند په معامله د سندھ طاس لوظنامې خلاف ورزي كړې۔ په رتله بند د پاكستان كېس مضبوط دے۔ د اوبو ضائع كېدو څخه بچ كولو له غوره تګلار جوړولو ته اړتيا ده۔ د روان كال په مهال به تر دسمبر مياشتې 5 پلانټوں څخه پېدا كېدونكې 6 نيم زره مېګاواټ برېښنا سسټم كښې شامل كړې شوې وي۔ د برېښنا كمبوت په ستونزه قابو موندلو له د وزيراعظم لوظ به روان كال كښې ترسره شي۔

د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د نهې په ورځ نېشنل ډيفنس پوهنتون كښې د ’’هائیډور پولیټکس اراؤنډ پاکستان ۔ ری اسېسنګ دی ایفیکیسی آف انډس واټر ټریټی‘‘ په سرخط راجوړ كړے شوي سيمينار ته خطاب كولو۔ د اېن ډي يو صدر لېفټېننټ جنرال رضوان اختر د پرانستې سېشن كښې د استقباليې خطبه وړاندې كړه۔ وفاقي وزير خپل خطاب كښې ووئيل د سندھ طاس لوظنامې ترمخه دواړه فريق د دې پابند دي چې په ټولو شقونو عمل وكړي۔

ده ووئيل دا لوظنامه كوم هم فريق په ځانله ختمولې نه شي۔ ده سيمينار كښې ګډون كوؤنكو ته ووئيل په سندھ طاس لوظنامه تر دې دمه 112 غونډې شوي دي۔ ده ووئيل خبريالانو سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاكستان پاکستان په سندھ طاس لوظنامه د دې د روح ترمخه عمل كول غواړي۔ په دې لوظنامه به هېڅ ډول خارجي فشار قبولولې نه شي۔ پاکستان به د خپلو ګټو تحفظ باوري كوي۔)وا/ګ ل/1900)