عمران خان به ډېر زر عدالت او قام نه هم معافي وغواړي۔ عمران خان د دروغ وئيلو عادت دے او پرله پسې دروغ وائي۔

د بادشاهت او بډو تور لګونكي عمران دواړو اړخونو ته ولاړ كسان كرپټ دي۔ د دوئي په جهازونو كښې سفر كولو او كافي څښلو سره عمران وړوند شوے۔ په اولسي غونډو كښې كاغذونه ښودونكو عدات كښې هېڅ ثبوت وړاندې نه كړے شو۔ د پاكستن مسلم ليګ (ن) لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز ميډيا سره خبرې

عمران خان به ډېر زر عدالت او قام نه هم معافي وغواړي۔ عمران خان  د دروغ وئيلو عادت دے او پرله پسې دروغ وائي۔ 
د بادشاهت او بډو تور لګونكي عمران دواړو اړخونو ته ولاړ كسان كرپټ دي۔ د دوئي په جهازونو كښې سفر كولو او كافي څښلو سره عمران وړوند شوے۔ په اولسي غونډو كښې كاغذونه ښودونكو عدات كښې هېڅ ثبوت وړاندې نه كړے شو۔ د پاكستن مسلم ليګ (ن) لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نوری2016ء) د پاكستن مسلم ليګ (ن) لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز وئيلي دي عمران خان به ډېر زر عدالت او قام نه هم معافي وغواړي۔ عمران خان د دروغ وئيلو عادت دے او پرله پسې دروغ وائي۔ د بادشاهت او بډو تور لګونكي عمران دواړو اړخونو ته ولاړ كسان كرپټ دي۔ د دوئي په جهازونو كښې سفر كولو او كافي څښلو سره عمران وړوند شوے۔

په اولسي غونډو كښې كاغذونه ښودونكو عدات كښې هېڅ ثبوت وړاندې نه كړے شو۔ دا خبره ده د نهې په ورځ سترې محكمې څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل عمران خان د تېرو 8 مياشتو څخه هم يوه خبره كوي چې مونږ ثبوتونه لرو اوس د ميډيا ذمه واري ده چې عمران خان څخه د دغه ثبوتونو تپوس وكړي۔ دانیال عزیز ووئيل اوس د عمران خان او تحريك انصاف لخوا عدالت ته وئيلي شي چې زمونږ كار تور لګول وو ثبوت وړاندې كول نه۔

ثبوت وړاندے كول د ادارو ذمه واري ده۔ ده ووئيل عمران خان په اولني ځل يوټرن اخستې نه دے كبله چې جوډیشل کمېشن جوړ شو نو هغه هم عمران خان ووئيل د 35 پنكچرونو بيان سياسي ؤ۔ د عمران لخوا د 9 م جنورۍ جمع كړې شوې پټیشن ورځپاڼو كښې پټ شوې كومو كښې چې ده بهر هېوادونو كښې د فنډنګ اعتراف كړې۔ په دې الېكشن كمېشن څلور ځله وئيلي چې د كرپشن اکاؤنټس تفصیل دې جمع كړې شي كوم چې تر دې دمه جمع كړې شوې نه دے او اوس د جنورۍ 22 نېټه ښودلې شوې۔

د مسلم لیګ (ن) لارښود وئيلي چې عمران خان الېكشن كمېشن كښې ریټرننګ آفسرانو ته په شرمناک وئيلو ‘ په نجم سیټھی د 35 پنکچرونو تور لګولو او د افضل خان جوائنټ سېکرټری الېکشن کمېشن په جوړولو معافي غوښتلې۔ افضل خان پخپله هم په تحريري توګه معافي غوښتلې او اعتراف ئې كړې چې دا اقدام جعلي ؤ۔ اوس عمران خان څخه د احتساب اخستلو ورځ راغلې۔ ده ووئيل د جهانګير ترين لخوا د ټېكس غلا په اړه په خپل دريځ نن هم ولاړ يو او وايو چې جهانګیر ترین د 7 نيم كروړه روپو جعلي منافع اېس اي سي پي ته بېرته وركولو سره د يو نيم كروړ روپو جرمانه هم ادا كړے۔

ده ووئيل نن عدالت كښې د برطانيه ٬ فرانس او جاپان په شمول د يو شمېر هېوادونو د قانونو مثالونه وركړې شول۔ ده ووئيل د عمران خان لخوا ټول تورونه دروغ ثابت شوي دي۔ عمران خان به ډېر زر عدالت او قام نه معافي وغواړي۔ )وا/ګ ل/1900)