پانامه كېس كښی اوس د عمران خان دريځ پارلمان كښې د وزيراعظم تقرير ته محدود شوے۔ پانامه كېس نه وروستو به د عمران خان سياست ختم شي۔ د وزیراعظم وركران مونږ هغه وخت هم وو كله چې اپوزيشن كښې وو۔ وزارتونه ځي راځي۔ د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف ميډيا سره خبرې

پانامه كېس كښی اوس د عمران خان دريځ پارلمان كښې د وزيراعظم تقرير ته محدود شوے۔  پانامه كېس نه وروستو به د عمران خان سياست ختم شي۔ د وزیراعظم وركران مونږ هغه وخت هم وو كله چې اپوزيشن كښې وو۔ وزارتونه ځي راځي۔ د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نوری2016ء) دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي پانامه كېس كښی اوس د عمران خان دريځ پارلمان كښې د وزيراعظم تقرير ته محدود شوے۔ پانامه كېس څخه وروستو به د عمران خان سياست ختم شي۔ د وزیراعظم وركران هغه وخت هم وو كله چې په اپوزيشن كښې وو۔ وزارتونه ځي راځي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔

ده ووئيل د تحريك انصاف لخوا په انټرنېټ او اخباري تراشو اډانه كېس په شا تلونكې ښكاري۔ په تېرو درې كلونو كښې د عمران خان سياست پرله پسې د ډيزاسټر قيصۍ پاتې شوې۔ اول ئې ټاكنو كښې پو كم دوه سيټونه ګټلې وو بيا ئې دھرنا وركړه او د ټګۍ تورونه ئې ولګول او د څلورو وكټونو اخستلو خبرې وكړې شوې كومو كښې چې دوه لا ولاړې دي۔ ده ووئيل اوس دا لړۍ يو بل ډيزاسټر ته روانه ده۔

وفاقي وزير ووئيل عمران خان اوس د ميډيا د لارې ځان ژوندے پاتے كول غواړي۔ دده سياست د يوټرن دے كوم چې كوم اصول يا دريځ نه لري۔ او اولس دے ښه پېژندلے۔ ده ووئيل كېس به خېريت سره سرته ورسي او د وزيراعظم د اقتدار سفر به دغسې روان وي او په كال 2018ء كښې به هغه په څلورم ځل د پاكستان ټاكلے وزيراعظم جوړ شي۔ ده ووئيل عمران اعتراض كوي وزيران عدالت ته ولې راځي زه وايم مونږ اول وركران يو بيا وزيران۔ او مونږ د وزيراعظم وركران هغه وخت هم وو كله چې هغه د مخالفې ډلې مشر ؤ۔ وزارتونه خو ځي راځي۔ )وا/ګ ل/1900)