عمران خان په ادارو او عدالتونو د فشار اچولو هڅه كړې٬ تورونه لګول او د خلقو بې عزتي كول د عمران خان عادت دے۔ خواجه سعد رفیق

عمران خان په ادارو او عدالتونو د فشار اچولو هڅه كړې٬ تورونه لګول او د خلقو بې عزتي كول د عمران خان عادت دے۔ خواجه سعد رفیق

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نوری2016ء) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې د پاكستان په سياست كښې چې عمران خان څومره رنګونه بدل كړي دومره هېچا نه دي بدل كړي۔ د نهې په ورځ د سترې محكمې په وړاندې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل عمران خان بيا بيا په پاكستان كښې په جمهوريت بريد كړے۔ خواجه سعد رفيق ووئيل د عمران عوندې غېر سنجيده كس مو نه دې ليدلې ٬ تورونه لګول او د خلقو بې عزتي كول د عمران خان عادت دے ٬ د دروغو وئيلو نه علاوه ھغه ته هېڅ نه ورځي۔

ده ووئيل زما احتساب به ھغه څوك كوي په چا چې د ټاكنو كمېسون كښې د غېر ملكي فنډز كېس چلېږي؟۔ ده ووئيل عمران خان په ادارو او عدالتونو د فشار اچولو هڅه كړې۔ ده ووئيل د 62 او 63 ارټيكل اطلاق په ھغه چا كېږي څوك چې خپل لوظونو نه پوره كوي۔(م ع/ګ ل/1851)