ډاكټر شكيل افريدي غېر ملكي اېجنسې لپاره كار كولو او د رياست د دښمنې په چارو كښې ككړ و٬ د اېف سي آر د كمشنر په عدالت كښې د ده د سزا معامله تر اورېدنه لاندې ده٬

پاكستان په امريكا هم خپل نظر واضح كړے۔ د قانون وفاقي وزير زاهد حامد په سېنېټ كښې د پام راګرځونې په نوټس ځواب

ډاكټر شكيل افريدي غېر ملكي اېجنسې لپاره كار كولو او د رياست د دښمنې په چارو كښې ككړ و٬ د اېف سي آر د كمشنر په عدالت كښې د ده د سزا معامله تر اورېدنه لاندې ده٬
 پاكستان په امريكا هم خپل نظر واضح كړے۔ د قانون وفاقي وزير زاهد حامد په سېنېټ كښې د پام راګرځونې په نوټس ځواب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نوری2016ء) د قانون وفاقي وزير زاهد حامد وئيلي دي چې ډاكټر شكيل افريدي غېر ملكي اېجنسې لپاره كار كولو او د رياست د دښمنې په چارو كښې ككړ و٬ د اېف سي آر د كمشنر په عدالت كښې د ده د سزا معامله تر اورېدنه لاندې ده٬ پاكستان په امريكا هم خپل نظر واضح كړے۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سناتور حمدالله د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې ډاكټر شكيل افريدي په كال 2011م كښې ګرفتار كړے شوے و۔

ده ته اول د 33 كلونو د قېد سزا اورول شوې وه٬ د بيا كتنې خواست نه پس په دې كښې كمې وكړې شو او 23 كاله سزا شوه۔ په فاټا ټرېبونل كښې هم د ده لخوا خواست شوے كوم چې د اېف سي آر كمشنر ته لېږل شوے او اوس دا معامله د اېف سي آر كمشنر په عدالت كښې ده۔ ده ووئيل چې حقيقت دا دے چې شكيل افريدي غېر ملكي اېجنسې لپاره كار كولو او د دې له امله په هېواد كښې د پوليو واكسينو عمل ته هم لوي زيان رسېدلې٬ د دې له امله پنځوس واكسين وركونكي هم شهيدان كړې شوي دي۔

ده ووئيل چې شكيل افريدي په امريكا كښې د هېرو په توګه وړاندې كولې شي٬ د امريكې كانګرېس دې لپاره يو بل هم منظور كړے۔ په جنورې كال 2014م كښې په امريكائي كانګرېس كښې يوه قانون سازې راوړل شوې په كومه كښې چې وئيلي شوي دي د پاكستان مرسته دې تر هغه وخت بند كړې شي تر څو ئې چې شكيل افريدي نه وي خوشې كړې۔ ده ووئيل چې په امريكا مو هم خپل نظر واضحه كړې۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم د امريكې د اوسنې دورې په مهال امريكائي چارواكي د دې نه خبر كړي دي۔ (م ع/ګ ل/1531)