د تېرو درې كلونو پھ مهال د پاکستان اقتصادي شرح نمو 4.84 څخه زياته پاتې شوې، هېواد سرمایه کارو له د سرمایه کارۍ پراخه موخې لري۔

کرغزستان او پاکستان د کاریك غړو په حېث سيمه كښې د ټرانسپورټ ، توان ، تجارتي پالیسۍ او د غريبۍ خاتمې اهداف ترلاسه كولې شي۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف د جمهوریه کرغزستان د اقتصادیات وزير جوشیوارزیبك اورزوبیکوچ په مشرۍ كښې پلاوي سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 12جنوری2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د تېرو درې كلونو پھ مهال د پاکستان اقتصادی شرح نمو 4.84 څخه زياته پاتې شوې ، هېواد كښې سرمایه کارو له د سرمایه کارۍ موخې شته، کرغزستان او پاکستان د کاریك غړو په حېث سيمه كښې د ټرانسپورټ ، توان ، تجارتي پالیسۍ او د غريبۍ خاتمې اهداف ترلاسه كولې شي۔ ده دا خبره د جمهوریه کرغزستان د اقتصادیات وزير جوشیوارزیبك اورزوبیکوچ په مشرۍ كښې د زيارت پھ ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړه۔

وزیراعظم د کرغزستان پلاوي ته ووئيل پاکستان په مهم اصلاحاتی پروګرام عمل كوي چې مقصد ئې مالیاتی استحکا م، د ځائي وسائلو تحریك ،سبسډیز ختمول ، د برېښنا او نورو سرکاری څانګو تشکیل نو او د سماجی تحفظ نظام ته وده وركول دي۔ ده ووئيل د سيمه ايز مواصلاتی رابطو وده د پاکستان حکومت د پرمختګ تګلارې يوه مهمه ستن ده او حکومت د دې اقدام په زړه پورې پېروی کوي۔

د دوه اړخيزه اړيكو په اړه ده ووئيل پاکستان د کرغزستان حکومت پرمختللي پالیسیو ستائنه كوي او د پاکستان اولس د کرغزستان په پرمختګ خوشحالېږي۔ ده ووئيل کرغزستان او پاکستان د مينځنۍ اسياﺀ سيمه ايزې اقتصادی مرستې (کاریك) غړي دي او سيمه كښې د ټرانسپورټ ، توان ، تجارتی پالیسۍ او غريبۍ ختمولو ترجیحی څانګو كښې د "کاریك " اهداف ترلاسه كولې شي۔

وزیر اعظم پلاوي ته ووئيل پاکستان كښې د برېښنا كمبوت لرې كولو له د "کاسا 1000 " کردار مهم دے ، دا پروژه پھ ښه ډول مخ په وړاندې روانه ده۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د دواړه هېوادونو ترمينځه د مجموعي تجارت اوسنې حجم لا زياتېدې شي۔ دا خبره ده ذكر وړ ده چې پاك کرغزستان شريك وزارتي کمېشن 1994ء كښې جوړ شوې وو او 2011ء نه تر 2016ء دوه اړخيزه تجارتي حجم 5.57 ملیونه ډالره وو۔(ص ف/وا/ګ ل/1435