د پاكستان او عمان دوه اړخيزه اړيكې په شريك كلتور٬تاريخ او ورثه تړلې دي٬پاكستان عمان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ د اولس مشر ممنون حسېن د عمان سټېټ كونسل چيئرمېن ډاكټر يحيٰی بن محفوظ بن سالم المنذري پھ مشرۍ كښې پلاوي سره خبرې

د پاكستان او عمان  دوه اړخيزه اړيكې په شريك كلتور٬تاريخ او ورثه تړلې دي٬پاكستان عمان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ د اولس مشر ممنون حسېن د عمان سټېټ كونسل چيئرمېن ډاكټر يحيٰی بن محفوظ بن سالم المنذري پھ مشرۍ كښې پلاوي سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د پاكستان او عمان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې په شريك كلتور٬تاريخ او ورثه تړلې شوي دي ٬پاكستان اومان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ده دا خبره ايوان صدر كښې د عمان سټېټ كونسل چيئرمېن ډاكټر يحيٰی بن محفوظ بن سالم المنذري پھ مشرۍ كښې پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔اولس مشر ووئيل د پارلماني پلاويو تګ راتګ سره د دواړو هېوادونو پارلماني لارښود د يو بل تجربو څخه ګټھ پورته كولې شي او دې سره به شريكې رابطې لا قوي شي۔

ده ووئيل پاكستان نړيوال او سيمه ايز امن او استحكام په لړ كښې د عمان د كردار قدر كوي۔ اولس مشر ووئېل دواړه هېوادونه په بېلو سيمو ايزو او نړيوالو مسئلو يو ډول دريځ لري كومه چې د دواړو هېوادونو لپاره ګټوره خبره ده۔ده ووئيل د عمان سول او ملټري ا فسران د پاكستان عسكري او سول تربيتي ادارو څخه استفاد كولې شي۔اولس مشر ممنون حسېن ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي مرسته د اطمينان وړ ده او دا لا د پراختيا ګنجائش لري۔

د عمان په وسله وال پوځ كښې پاكستانيان په ګڼ شمېر خذمات ترسره كوي۔ده ووئيل د پاكستان دفاعي صنعتي پیداوار ښه معيار لري او پاكستان د دفاع وسلې په حقله عمان سره تجارت له خوښي لري۔اولس مشر ووئيل د پاكستان او عمان ترمينځه اقتصادي٬تجارتي او د سرمايه كارۍ په اړه دوه اړخيزه اړيكو زياتولو له ښې موقعې شته۔اولس مشر ووئيل د توان په اړه پروژو لپاره به د عمان د سرمايه كارو هركلے كولې شي۔ اولس مشر كراچۍ٬ګوادر او د مسقط ترمينځه د فيري سروس پېل كولو اقدام هركلے وكړو۔ده ووئيل دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا يو نوې دور پېل شي۔پھ دې موقع اولس مشر د پاكستاني قيادت٬حكومت او اولس له اړخه د سلطان قابوس لپاره د نيكو هيلو پېغام هم وركړو۔)ص ف/ض ض/وس/2159)