اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 9دسمبر2016ء) امريكې او پاكستان دوه اړخيزه اړيكې منطقې او نړيوال امن او سلامتيا لپاره مهمې ګرځولو سره پھ دې خبره اتفاق كړے چې بايد د امريكې د نوې انتظاميې له مخې د اړيكو استحكام روان وساتلې شي۔ دا اتفاق د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي او د امريكې نائب خارجه سېكتر انټوني بلينكن ترمينځه د ملاقات په مهال شوے۔
د جمعې پھ ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې طارق فاطمي د امريكې نائب خارجه سېكتر سره پھ سټېټ ډيپارټمنټ واشنګټن كښې ملاقات وكړو۔ پھ دې موقع پھ امريكا كښې د پاكستان سفير جليل عباس جېلاني هم موجود وو۔ د خارجه چارو خاص مرستيال د امريكې د اوسنيو ټاكنو په اړه د وزيراعظم محمد نواز شريف د خېرسګالۍ پیغام هم ورسولو۔دوي د دې هيلې څرګندونه وكړه چې د منتقلې عمل ترسره كېدو نه پس د دواړو خوا رسمي روابط بېرته پیل شي۔
نائب خارجه سېكتر په منطقه كښې امن او د استحكام ودې لپاره د پاكستان هڅې٬د څلورو لسيزو څخه د افغان كډوالو د كوربتوب او د كډوالو پاتې كېدو په اړه د پراختيا په لړ كښې د حكومت پريكړه وستائېله۔ د ملاقات په مهال په اېل او سي او وركننګ باؤنډري د كړكېچ پشمول پھ سيمه ايز صورتحال خبرې وشوې۔ خاص مرستيال نائب خارجه سېكتر ته د هند لخوا پھ اېل او سي پرله پسې د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ او پھ خاص توګه د سوېلين په نښه كولو او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه بريفنګ وركړو۔ انټوني بلينكن پھ سوئېلي آسيا كښې كړكېچ كمولو او د منطقې د دوه لويو هېوادونو ترمينځه د نزدې مرستې او د مذاكراتو د ضرورت په اړه د امريكې د دريځ يو ځل بيا څرګندونه وكړه۔