پاكستان په هره كچه د بشري حقونو ودې او تحفظ سره ژور تړون لري٬

د پاكستان آئين د رنګ او نسل د فرق نه بغېر ټولو وګړو ته آزادي وركوي۔ د اولس مشر ممنون حسېن د بشري حقونو نړيوالې ورځې په موقع پیغام

پاكستان په هره كچه د بشري حقونو ودې او تحفظ سره ژور تړون لري٬
د پاكستان آئين د رنګ او نسل د فرق نه بغېر ټولو وګړو ته آزادي وركوي۔ د اولس مشر ممنون حسېن د بشري حقونو نړيوالې ورځې په موقع پیغام

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 9دسمبر2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې پاكستان په هره كچه د بشري حقونو ودې او تحفظ سره ژور تړون لري٬د پاكستان آئين د رنګ او نسل د فرق نه بغېر ټولو وګړو ته آزادي وركوي۔ده دا خبرې د بشري حقونو د نړيوالې ورځې پھ موقع په خپل پیغام كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل چې د انساني عظمت سرلوړي٬د بشري حقونو تحفظ٬انساني آزادي او مساوات زمونږ د مذهب بنيادي اصول دي۔

د پاكستان حكومت د رياست هر وګړي ته د ده د بنيادي حقونو تحفظ وركوي۔ ده ووئيل چې بايد مونږ ټول په دې ورځ د دې عزم پخلې وكړو چې په يوه شعور لرونكې او ذمه واره ټولنه كښې به پھ انفرادي او اجتماعي توګه د هغو ټولو چېلنجونو او عناصرو خاتمه كوو كوم چې د خلكو د بنيادي حقونو لپاره د خطر سبب دي۔ مونږ ته به خپلې هڅې زياتول وي چې دغسې د ټولنې هغو برخو ته كومې چې خطر سره مخ دي٬قانوني انتظاميې٬ادارتي او بنيادي ډهانچه وركړو چې دغسې دوي د سكون او د صحت ژوند تېر كړی شي۔

اولس مشر ووئيل چې دا خبره د خوشحالۍ ده چې پھ هېواد كښې د بشري حقونو صورتحال لا ښه كولو لپاره د پاكستان وزيراعظم پھ فروري كال 2016م كښې د بشري حقونو د ايكشن پلان منظوري وركړې كوم چې د روح له مخې نافذ كولې شي۔ پھ دې لړ كښې دې ټول شراكتدار د ايكشن پلان نفاذ ته ترجيح وركړي او پھ دې قامي فريضه كښې دې زمونږ ملګرتيا وكړي۔ اولس مشر دا ورځ پھ نړيواله توګه په لمانځلو د ملګرو ملتونو ستائنه كولو سره هغو خلكو ته پیرزوينه وړاندې كړه كومو چې بشري حقونو لپاره هڅې كړې دي۔ اولس مشر ووئيل چې هغه بشري حقونو لپاره د كار كونكو ټولو ادارو او خلكو هڅې منلو سره د دوي ستائنه كوي۔