د جرنلسټس پروټېكشن كونسل عمران څخه د دھرنې په مهال د خبريالانو د تحفظ غوښتنه

د جرنلسټس پروټېكشن كونسل عمران څخه د دھرنې په مهال د خبريالانو د تحفظ غوښتنه

اسلام آباد ۔ (پاکستان نیوز پوائنٹ 24اکتوبر2016ء) جرنلسټس پروټېكشن كونسل پاكستان عمران خان څخه د نومبر په 2مه نېټه اسلام آباد كښې د دھرنې په مهال د خبريالانو د تحفظ غوښتنه كړې۔ د ګل په ورځ د جرنلسټس پروټېكشن كونسل پاكستان صدر سيد عون شېرازي لخوا ليكلي شوي خط كښې وئيلي شوي چې پاكستان تحريك انصاف د نومبر په 2مه نېټه وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې د دھرنې كولو او د ښار بندولو پروګرام لري۔

د ميډيا ذمه واري وي چې هېواد كښې د سياسي وضعې او نورو حالاتو په اړه وخت په وخت تازه خبرونه اولس ته وركړي۔ له دې كبله په دغه ورځ به د اسلام آباد ٬ پنډۍ او نورو ښارونو د پرنټ او الېكټرانك ميډيا لوئے شمېر خبريالان د دھرنې او د اسلام آباد بندولو په اړه راپورونه جوړوي۔ دوئي كښې به خبريالانې هم په دغه مهال خپله ذمه واري ترسره كوي۔ په تېره دھرنا كښې كومې چې 126 ورځې دوام لرلو د دنيا نيوز ٬ جيو نيوز ٬ آج نيوز او سماﺀ ټي وي عمله او ګاډي په نښه كړې شوي وو۔

جرنلسټس پروټېکشن کونسل پاکستان غوښتنه كوي چې تحريك انصاف بايد يوه خاص كمېټي جوړه كړي كومه چې خبريالانو سره تماس نيسي او په هر حال كښې ددوئي د ساتنې اهتمام كوي۔ او كه په دې مهال د تحريك انصاف كارمندانو لخوا كوم خبريال ته كوم زيان ورسېدو نو ذمه وار به ئې د تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان وي.