وفاقي كابينې د لاهور اورنج لائن ميټرو رېل ټرانزټ سسټم لپاره سرمايه كارۍ له د پاكستان او چين ترمينځه د لاس ليك شوې لوظ نامې پشمول د 28 لوظ نامو او يادښتونو منظوري وركړه

وفاقي كابينې د لاهور اورنج لائن ميټرو رېل ټرانزټ سسټم لپاره سرمايه كارۍ له د پاكستان او چين ترمينځه د لاس ليك شوې لوظ نامې پشمول د 28 لوظ نامو او يادښتونو منظوري وركړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 30ستمبر 2016ء) وفاقي كابينې د لاهور اورنج لائن ميټرو رېل ټرانزټ سسټم لپاره سرمايه كاري له د پاكستان او چين ترمينځه د لاس ليك شوې لوظ نامې پشمول د 28 لوظ نامو او يادښتونو منظوري وركړې ده ۔د كابينې غونډه د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كشمير او لائن آف كنټرول په وضعه غور وشو۔وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې د سترې محكمې د احكاماتو تر مخه ټوبېك او ټوبېك فري او د اړوندو څيزونو په درآمد د بندېز منظوري وركړې شوه ۔

كابينې د وزيراعظم د نړيوال پرمختيائي اهدافو ترلاسه كولو پروګرام او بې نامې لين دين باقاعده كولو لپاره د مجوزه قانون سازۍ هم منظوري وركړه ۔ كابينې د غېر منقوله جائېداد ٬د تهړډ پاكستان انټرنېشنل سكوك كمپني لمېټډ او د هغې څخه په منتقل كولو د سنټرل ويليو ټېكس لګولو د استثنٰی منظوري هم وركړې ده۔ كابينې د پاكستان او بېلا روس تعليمي ادارو ترمينځه د مفاهم يادښتونو او لوظ نامو منظوري هم وركړې ده ٬د دې نه ځانله فضائي خذمات او پوسټل سروسز په حقله په لوظ نامه خبرو اترو پېل كولو او د لاس ليك منظوري هم وركړې شوه۔

وفاقي كابينې د پاكستان او بېلاروس مركزي بانكونو ترمينځه په اېم او يوز لاس ليك له د خبرو كولو٬د ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټي آف پاكستان او نېشنل سنټر فار ماركيټنګ اينډ فرائس سټډي آف بېلاروس ترمينځه د مرستې په يادښت او په آمدن د ټېكس په حقله د مالياتي غلا مخ نيوي له د دواړو هېوادونو ترمينځه په كنونشن كښې د بدلون راوستو هم منظوري وركړې ده۔

كابينې د اېنټي منټي لانډرنګ او د ترهه ګرۍ لپاره د سرمايې وركولو مخ نيوي په اړه د جاپان فنانشل انټلي جنس يونټ او د پاكستان فنانشل مانيټرنګ يونټ ترمينځه د اېم او يو منظوري وركړې۔غونډې د پاكستان او رومانيه خارجه وزارتونو ترمينځه مشاورت په اړه په پروټوكول د خبرو پېل كولو او د اېشين انفراسټركچر انويسټمنټ بنك بورډ آف ډائرېكټرز په حقله د لوظ نامې منظوري هم وركړې۔

كابينې د پاكستان او جاپان حكومتونو ترمينځه د پوليو ختمولو منصوبې دستاويزات٬د قرض لوظ نامې په تبادله د لاس ليك او د پاكستان او هنګري ترمينځه اقتصادي مرستې په اړه په لوظ نامه د لاس ليك منظوري وركړی۔د دې نه ځانله وفاقي كابينې د نېشنل ايكشن پلان ترمخه ترهه ګرۍ لپاره د سرمايې وركولو مخ نيوي له د خزانې ډويژن د اړخه پورته كړې شوي ګامونه هم نوټ كړه۔ كابينې په 23 او 26 ستمبر 2016 د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ او په 30 اګست او 9 ستمبر 2016 د كابينې د توان كمېټۍ د پريكړو هم توثيق وكړو۔كابينې سږ كال په 31 اګست د قانون سازۍ كيسونو ترسره كولو لپاره د كابينې كمېټۍ او د 15 ستمبر٬ 5 نومبر او 11 نومبر 2014 په غونډو كښې د نجكارۍ په حقله د كابينې كمېټۍ د پريكړو هم توثيق كړې دې.