ستر قاضي انور ظهير جمالي هند كښې په ګلوبل كنفرنس كښې د ګډون كولو څخه معذرت وكړو

ستر قاضي انور ظهير جمالي هند كښې په ګلوبل كنفرنس كښې د ګډون كولو څخه معذرت وكړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 30ستمبر 2016ء) د سپريم كورټ ستر قاضي انور ظهير جمالي د پاكستان او هند ترمينځه د اوسنۍ وضعې ترمخه هند كښې په قامي كچه د ثالثۍ د لارې د مسلو هواري له د ودې وركولو په اړه هند كښې ګلوبل كنفرنس كښې د ګډون كولو څخه معذرت كړې دې ۔درې ورځنے ګلوبل كنفرنس به د 21 نه تر 23 اكتوبر كېږي چې پكښې د ګډون كولو بلنه پاكستان كښې د هند هائي كمشنر ګوتم بمباوالا په خپله ستر قاضي ته په جولائي كښې د ملاقات په مهال وركړې وه دغسې خارجه وزارت هم د دې امر سفارش كړې ؤ چې ستر قاضي به كنفرنس كښې ګډون كوي ٬خو ستر قاضي د دواړو هېوادونو ترمينځه د رامخې ته شوي وضعې په سوب كنفرنس كښې د ګډون كولو څخه انكار كړې دې.