د خزانې وزير سره د سري لنکا خپل همڅنګ وليدل

د خزانې وزير سره د سري لنکا خپل همڅنګ وليدل

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 27اگست 2016ء) د سري لنکا د خزانې وزير روي كارونا نائيكے د خالي په ورځ د خزانې وفاقي وزير محمد اسحاق ډار سره ليدلي۔ په دې موقع ده د خزانې وزير ته د سارك د خزانې وزيرانو په كاميابه غونډه كولو مباركي وكړه۔ روني كارونا ووئيل چې د غونډې پرېكړو سره به د سارك نتظيم لا مستحكم شي۔ ده په تېرو دريو كلنو كښې د پاكستان د ښه اقتصادي كاركردګۍ ستائنه هم وكړه۔

د خزانې وزير محمد اسحق ډار د سارك هېوادونو د خزانې وزيرانو په غونډه كښې د سري لنكا د خزانې وزير د جذبې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د روې كارونا نائېكے په اسلام آباد كښې موجودګي د دواړو هېوادونو د نزدي اړيكو عكاسي كوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د معاشي او تجارتي اړيكو لا مستحكم كولو زيات امكانات شته۔ ده په دې لړ كښې د پاكستان حكومت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔